نیویارک ټایمز: پاکستاني چارواکو د طالبانو د مخالفو جبهو مشرانو سره لیدلي

4 Min Read

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د درېیو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو د مخالفو جبهو د ملاتړ په موخه د دوی مشرانو سره لیدلي دي.

تر دې مخکې هم د طالبانو چارواکو دا ډول ادعاوې کړې وې، خو په دې اړه کره جزئیات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو لږ تر لږه یوه مخالف، عطا محمد نور تایید کړې چې پاکستاني چارواکو ورسره اړیکه نیولې ده.

همدارنګه، محمد محقق په تېرو څو میاشتو کې څو ځله په ښکاره د پاکستان او د دغه هېواد د چارواکو ستاینه کړې ده.

خو د مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې، چې له طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، له پاکستان سره د خبرو اترو په اړه پر شویو ادعاوو څه نه دي ویلي او د محقق په څېر یې هم په ښکاره له دغه هېواد سره لېوالتیا نه ده ښودلې.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو یو شمېر مخالفانو، د جمهوریت جبهې د مشر، طاهر زهیر په ګډون، په پاکستان کې په یوه غونډه کې ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د پاکستان لوړپوړي چارواکي هم حاضر وو.

زهیر په دغه ناسته کې د طالبانو له مخالفانو څخه د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې له یوه کال څخه د زیاتې مودې راهیسې په ښکاره او مستقیم ډول روانې دي. د چین، ترکیې، سعودي عربستان او قطر منځګړیتوب هم د اختلافونو د هواري لپاره د پام وړ پایله نه ده لرلې.

که څه هم دواړه لوري په ښکاره د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې د کړکېچ د حل غوښتنه کوي، خو په دې برخه کې یې کوم مهم ګام نه دی اخیستی. پاکستان وايي، که طالبان د وسله‌والو ډلو د مهارولو ژمنه وکړي، نو اسلام‌اباد خبرو ته چمتو دی.

د نښتو وروستۍ څپه د تېرې شنبې په ورځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې، د خیبر پښتونخوا په کرمه سیمه او د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې رامنځته شوه.

د پاکستان دولتي ټلوېزیون ادعا کړې چې په دغو نښتو کې د طالبانو څو پوستې ویجاړې شوې دي. یو شمېر پاکستاني رسنیو هم د طالبانو د ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو یوه چارواکي د دغې ډلې د ځواکونو د مرګ‌ژوبلې ادعا رد کړې او پر ځای یې ادعا کړې چې په نښتو کې ۱۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د نړیوال کړکېچ ډلې کارپوه، ابراهیم بحیس نیویارک ټایمز ته ویلي، په داسې حال کې چې دواړه لوري له نیابتي ډلو ملاتړ کوي، ښايي نښتې لا ډېرې پېچلې او د وړاندوینې وړ نه وي.

نوموړي زیاته کړې ده: “دواړه لوري پر خپلو دریځونو او د خپلو استدلالونو پر سم‌والي دومره ټینګار کوي چې هېڅوک، ان چین هم، نه شي کولای یو لوری اړ کړي چې د بل لوري دریځ ومني، یا پرې فشار راوړي.”

د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانو نښتو د افغانستان پر خلکو دروند بار اچولی دی. په دغو نښتو کې د افغانستان سلګونه وګړي وژل شوي او د هغو ډېرو خلکو اقتصادي وضعیت هم خراب شوی چې د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې پر پاکستان تکیه درلوده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply