خبیبولین: طالبان پر روسیې ډېر باور لري

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر، رستم خبیبولین وایي چې د طالبانو اداره د چین او نورو هېوادونو پرتله پر روسیې ډېر باور او لېوالتیا لري.

خبیبولین ویلي: “په دغه هېواد کې د روسیې اعتبار ډېر لوړ دی”.

دغه روسي چارواکي کازان ښار کې د روسیې ـ اسلامي نړۍ د غونډې په څنډه کې ویلي، روسي شرکتونه اوسمهال د افغانستان د نفتو او کانونو د کېندنې او تصفیې په برخو کې فعاله دي.

د نوموړي په وینا؛ روسیه د نفتو، ګازو او کاني توکو د کېندنې په برخو کې اغېزناک حضور لري او دغه فعالیتونه له جدي خنډونو پرته روان دي.

یاد روسي چارواکي ویلي، د طالبانو اداره له مسکو سره د اړیکو پراختیا هڅه کوي.

هغه دغه دریځ پر روسیې د زیات باور پایله وبلله.

روسیه په وروستیو کلونو کې طالبانو ته له نږدې سیمه‌ییزو لوبغاړو څخه وه، دغه ډله یې د خپلو ترهګریزو سازمانونو له نوملړه واېسته او په رسمیت یې وپېژندله.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply