د افغانستان د بشري حقونو د بنسټونو ځینې مخکېني چارواکي وايي، د طالبانو په بندخونو کې ربړونه یوه عامه پدیده ده.
په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره وايي، د طالبانو تر واک لاندې زندانونو کې قربانیان د خپلو شکایتونو د ثبت او خوندیتوب لپاره اغېزمنو میکانیزمونو ته لاسرسی نه لري.
مېرمن شهرزاد اکبر په خپل ایکس لیکلي، د طالبانو بندخونو کې د بندیانو او توقیف شویو کسانو پر وړاندې د ربړونې(شکنجې) موارد پراخ دي او قربانیان د عدالت غوښتنې له جدي خنډونو سره مخ دي.
شهرزاد اکبر لیکلي چې د ازادۍ د سلب په مرکزونو، په ځانګړي ډول توقیفخونو او د استخباراتو تر نظارت لاندې زندانونو کې شکنجه عامه ده.
نوموړې زیاته کړې چې د شکنجې قربانیان د خپلو حقونو د خوندي کولو، شکایتونو ته د رسېدنې او د ساتنې له اغېزمنو میکانیزمونو بېبرخې دي.
هغه همداراز ادعا کوي چې ډېری هغه کسان چې له بند څخه ازادېږي، د طالبانو لخوا له دوامدارو ګواښونو او څارنې سره مخامخ وي.
د شهرزاد اکبر له دې څرګندونو مخکې هم یوشمېر نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې د بندیانو د وضعیت او د شکنجې د ادعاوو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.