د وسله والو طالبانو په حکومت کې یوه لوړپوړي چارواکي د العربیه شبکې ته ویلي چې د دوی د کورنیو چارو وزیر، سراجالدین حقاني، تېره چهارشنبه د پکتیا ولایت په یوه غرنیزه او لیرې پرته سیمه کې د بدري۳۱۳ ځانګړې قطعې له قومندان او خپلو یوشمېر نورو نږدې پوځي قومندانانو سره دوه ورځنۍ پوځي غونډه کړې ده.
د سرچینې په وینا، دغه غونډه د پکتیا ولایت په یوه غرنۍ سیمه کې، چې له مېشتو سیمو لرې ده او د سراجالدین حقاني ټاټوبی هم ګڼل کېږي، شوې ده.
دا غونډه د سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شوې وه، تر دې چې ګډونوالو ته اجازه نه وه چې ګرځنده ټیلیفونونه د غونډې ځای ته له ځان سره یوسي.
غونډې د دوو ورځو لپاره دوام وکړ او د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره تړلو پوځي قومندانانو په کې ګډون کړی و.
دغه چارواکي د حقاني او د هغه د پوځي قومندانانو ترمنځ د بحث شویو موضوعاتو له افشا کولو ډډه وکړه.
نوموړي دا هم ونه ویل چې ولې د دې غونډې لپاره د رسمي مرکزونو پرځای یوه غرنیزه او لیرې پرته سیمه غوره شوې وه.
د سرچینې په وینا، د بدري۳۱۳ قطعې قومندان د دې غونډې له مهمو ګډونوالو څخه و، او ګومان کېږي چې هغه حافظ عزیزالدین حقاني، د سراجالدین حقاني ورور، وي.
بدري۳۱۳ د طالبانو له تر ټولو ښه تجهیز شویو او روزل شوو ځانګړو ځواکونو څخه شمېرل کېږي او دا قطعه څو کاله وړاندې د حقاني لخوا جوړه شوې وه، او وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې بیا واک ته ورسېدل، د کورنیو چارو وزارت په تشکیلاتو کې مدغم شوه.