د حزب اسلامي د مشر٬ ګلبدین حکمتیار زوی، حبیبالرحمان حکمتیار، په بدخشان کې د طالبانو د مخالفینو بریدونو ته غبرګون وښود.
هغه وویل، که طالبان واک ته د رسېدو لپاره د جګړې له لارې ځان ته حق ورکوي، نو نور هم حق لري چې د هېواد په برخلیک کې د رول لوبولو لپاره وجنګېږي.
حکمتیار په ایکس شبکه کې لیکلي، هېڅوک نه شي کولای د طالبانو مخالفین له خپل مسلّم حق څخه محروم کړي.
نوموړي وویل: “هېڅ افغان وګړی د ناامنۍ غوښتونکی نه دی او په بدخشان کې وروستي تحولات د طالبانو د اقداماتو پایله ده، ځکه د هغه په وینا، دې ډلې معقوله حللاره ونه منله او د واک له انحصار او د خپلو غوښتنو له تپلولو تېر نه شول.”
حکمتیار زیاته کړه چې له هېوادوالو سره دښمني ښايي بدې پایلې ولري او که وضعیت لا خراب شي، تاریخ، خلک او نړۍ به د ملامتۍ بار پر طالب واچوي.
حبیبالرحمان حکمتیار په بدخشان کې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفو ځواکونو ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې لیکلي چې طالبانو ملي اردو، ملي شورا، ملي سرود، ملي مشروعیت او ملي کادرونه له منځه وړي دي او اوس باید ولیدل شي چې د ناامنۍ پر وړاندې به له ځانه څه وړتیا وښيي.