د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر حسن اندرابي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، طالبانو د اپرېل په ۲۶مه او ۲۹مه د جنوبي وزیرستان د بنو او د انګور اډې پر بېلابېلو سیمو بې دلیله ډزې کړې دي.
هغه وايي، وروستۍ نښتې د اوربند جدي سرغړونه بلل کېږي، او اسلامآباد دا پېښې د جدي اندېښنې په توګه تعقیبوي.
اندرابي زیاته کړه، پاکستان د سرحدي سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره لازم اقدامات ترسره کوي.
د نوموړي په خبره، دریځ یې روښانه دی او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد د وسلهوالو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي، خو طالبانو تل دغه ادعا رد کړې ده.
د راپورونو له مخې، په وروستیو څو ورځو د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د طالب وسله والو او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښتو زور اخیستی دی.