رحمت الله نبیل: طالبان به یوه ورځ پای ته ورسېږي

Photo by: Yasin Nabizada

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت ادارې مشر، رحمت الله نبیل پر خپله ایکسپاڼه ویلي، افغانستان د تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو، بهرنیو لاسوهنو او نیابتي جګړو سره سره لا هم پر خپل ځای ولاړ دی او د طالبانو اوسنۍ واکمني به هم یوه ورځ پای ته ورسېږي، خو افغانستان به تلپاتې وي.

د نبیل په وینا، هغه کسان چې د افغانستان د له منځه تلو وړاندوینې کوي، باید لومړی له ځانه وپوښتي چې په سیمه کې کوم هېواد د قومي وېشونو پر بنسټ رامنځته شوی او د “ژورې ستراتېژۍ” د سیاست له لارې یې کلونه بې‌ثباتي نورو هېوادونو ته صادره کړې ده.

نبیل وویل: “تاریخ د افغانستان پر ضد له ناکامو دسیسو ډک دی، امپراتورۍ ړنګې شوي، زبرځواکونه شاتګ ته اړ شوي، پروژې ناکامې شوي او رژیمونه بدل شوي، خو افغانستان پاتې شوی دی.”

نوموړي ټینګار کړی، که په سیمه کې کله د قومیت پر بنسټ د پولو او جغرافیایي وېش بحث عملي بڼه خپله کړي، نو افغانستان به لومړنی هېواد نه وي چې د خپلې جغرافیې په اړه اندېښنه ولري.

دا څرګندونې په داسې کې کېږي چې په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان د جغرافیایي او سیاسي راتلونکي په اړه د یوشمېر پخوانیو افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ لفظي بحثونه زیات شوي دي.

اخوا د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر، عاطف مشعل پر ایکسپاڼه ویلي، د افغانستان د حاکمیت درناوی او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه د سیمې د ثبات، اقتصادي همکاریو او ګډې هوساینې لپاره تر ټولو عملي او اغېزمنه لاره ده.

مشعل د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د هغو خبرو هرکلی کړی چې په کې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې غوښتنه کړې وه.

هغه زیاته کړې، په داسې مهال کې چې سیمه له ګډو اقتصادي، امنیتي او جیوپولیټیکي ننګونو سره مخ ده، د همکاریو پراخول، باور جوړونه او د یو بل د واکمنۍ درناوی تر ټولو اغېزمنه لار ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply