د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزارت مرستیال او دغه راز د ولسمشر ویاند وايي، د بدخشان د کیندل شویو سرو زرو په عوایدو یوازې کندهاري طالبان کنترول لري.
صدیق صدیقي پر ایکس شبکه لیکلي: “هو، خبره د بدخشان د طبیعي زیرمو په اړه ده؛ طالبانو د سرو زرو د موندلو لپاره ټول ولایت کیندلی دی.”
هغه وویل، په بدخشان کې د طالبانو له لوري کیندل شوي کانونه چیناییانو ته سپارل شوي او زیاتوي: “کانونه چینايي شرکتونو ته سپارلي او یوازې کندهاري طالبان پر عوایدو کنټرول لري.”
د بدخشان په ځانګړې توګه د دروازونو اړوند سیمو کې د سرو زرو کانونه د سیمې د واک او اقتصادي سرچینو له خورا مهمو او حساسیت لرونکو برخو څخه ګڼل کېږي.
په وروستیو میاشتو او اونیو کې راپورونه خپاره شول چې د یادو کانونو د کنترول پر سر د سیمهییز قوماندان جمعهخان فاتح او د طالبانو د مرکزي مشرتابه ترمنځ ناندریز وضعیت رامنځته شوی و چې له امله یې ځینې کانونه بند او سیمې ته امنیتي ځواکونه واستول شول.
جمعهخان فاتح د فیضاباد مرکز ته له تګ، له سیمهییزو مسوولانو سره له لیدنو او د اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو او ژمنتیا تر څرګندولو وروسته، په رسنیو کې د رامنځته شویو اکلونو خلاف، د اختلافاتو شتون رد کړ او خپلو پلرنیو سیمو ته ستون شو.