ذبیح الله مجاهد: چین د طالبانو په ګټه ګامونه پورته کوي

2 Min Read

په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه د مذاکراتو د مشرتابه او د پرېکړه‌لیکونو د مسودو د چمتو کولو برخه کې د چین د رول هرکلی کړی او وايي، بیجینګ د افغانستان د وضعیت په اړه ښه خبر دی او د دوی په ګټه ګامونه پورته کوي.

بیجینګ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان اړوند سلا مشورو او پرېکړه لیکونو د مسودو چمتو کولو مسوولیت لري.

د مجاهد په خبره، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د چین فعال حضور او د افغانستان په تړاو د پرېکړه‌لیکونو په مسودو کار کول د کابل او بیجینګ ترمنځ د ښو اړیکو ښکارندویي کوي.

هغه وویل، چین تل هڅه کړې چې په نړیوالو سټېجونو کې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیسي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام له پرځېدو او د وسله‌والو طالبانو په بیا واکمنېدو سره چین یو له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی ساتلی او د طالبانو له حکومت سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالي.

چین په وار وار په نړیوالو ناستو کې پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply