د افغانستان د تېر جمهوري نظام د وروستي ولسمشر لومړی مرستیال وايي، طالبان به هیڅکله په قانوني حکومت بدل نه شي او واکمني به یې پای ته ورسېږي.
امرالله صالح په ایکس کې د ټولګډونه حکومت اصطلاح بې مانا وبلله او ویې ویل چې افغانستان به په راتلونکي کې د خلکو په رایو یو ملي حکومت ولري.
صالح زیاتوي، د طالبانو ماتې به د افغانانو لپاره یو ملي جشن وي او د هېواد د اوسېدونکو په مخونو کې به د خوښۍ نښې راڅرګندې شي.
نوموړي زیاته کړې، د طالبانو تر بیرغ او جوړښت لاندې ملي یووالی نه یوازې ممکن نه دی، بلکې ورځ تر بلې د له منځه تلو په حال کې دی.
د امرالله صالح په وینا، افغانستان به د یو واحد هېواد په توګه پاتې شي او هیڅکله به تجزیه نه شي.
صالح همداراز د طالبانو پر وړاندې مبارزه د سیاسي او پوځي لیدلوري له مخې د نویو ایتلافونو د رامنځته کېدو لامل وبلله چې په افقي توګه به له یو بل سره تعامل ولري.
هغه د ټولګډونه حکومت اصطلاح یوه بېمانا او غولوونکې کلمه بللې او ټینګار یې کړی چې داسې حکومت به هیڅکله جوړ نه شي.
صالح ویلي، افغانستان به په راتلونکي کې د یو ملي او ولسي حکومت خاوند شي چې نوې نسل او عام خلک به پکې د رایې ورکولو له لارې د واک برخلیک ټاکي.
د هغه په خبره، منافقین افشا شوي او د افغانستان راتلونکی سیاسي افق به روښانه وي.
د مخکېني ولسمشر لومړي مرستیال د خپلو څرګندونو په دوام کې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې به د ټاپي پروژه پلې نه شي او چین به هم د عینکو د مسو کان استخراج نه کړي.
هغه همداراز د عزیزي بانک د ۱۰ زره میګاواټه برښنا پروژه یوازې یو بېمحتوا سرلیک بللی او له خلکو یې غوښتي چې د مطبوعاتي تبلیغاتو ښکار نه شي.
نوموړي زیاته کړې چې د واک د وېش مسله به په راتلونکي کې د ټولپوښتنې، لویې جرګې یا اساسي قانون له لارې حل شي.