د حکمتیار زوی: د طالبانو د ګواښونو له کلبه کابل ته نه شم تللی

2 Min Read

د حزب اسلامي د مشر، اینجینر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمان حکمتیار  چې دا مهال په پلازمېنه اسلام اباد کې پروت دی، وايي، د طالبانو د ګواښونو له کبله اوس وخت کې کابل ته نه شي تللی.

هغه ویلي چې د طالبانو پر حکومت د سختو نیوکو له امله کابل ته په ستنېدو سره یې ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.

د حکمتیار زوی ادعا وکړه چې دمګړی په ټول افغانستان کې له طالبانو ډېر نفوذ لري.

هغه زیاته کړې: “همدا اوس ټول افغانستان کې حزب اسلامي له طالبانو څخه ډېر نفوذ لري.”

د حکمتیار زوی ګېله کړې او وايي، د پلار او تخلص په خاطر يې تل له بد چلند سره مخامخ شوی دی.

نوموړي وویل: “هغه مهال چې پېښور کې وو، غوښتل مې پاسپوټ واخلم، خو قونسل را نه کړ.”

خو هغه دغه راز زیاتوي، کله چې کابل ته لاړل، د برښنایي پاسپورټ دفتر کې بیا هم د تخلص په خاطر له بد چلند سره مخامخ شوی دی.

حبیب الرحمان ټينګار کوي چې د نورو رهبرانو د زامنو په څېر پروتوکول یې نه درلود، او برعکس له‌ ناسم چلند بد چلند سره مخ شوی دی.

پر ګلبدین حکمتیار تور دی چې د تنظيمي جګړو پرمهال د زرګونه کابل ښاریانو په وژنه کې یې لاس درلود چې د یوه فرانسوي خبریال له لوري د کابل قصاب خطاب ورته شوی دی.

خو خپله حکمتیار بیا دغه تورونه نه مني.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply