طالب وزیر: زمونږ په نظام کې ټولې پرېکړې په قران سره کېږي

1 Min Read

د وسله والو طالبانو د لوړو زده کړو وزیر، ملا ندا محمد ندیم وايي، د دوی اسلامي نظام هغه نظام ده چې په هغه کې ټولې پرېکړې او کارونه د الله تعالی په کتاب(قران) ترسره کېږي.

ملا نديم یادې څرګندونې خوست ولایت ته په سفر کې د شیخ زاید پوهنتون د ۹۲۵ محصلانو فراغتغونډه کې کړې دي.

د طالبانو په کنترول کې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، ندیم زیاته کړې، اوسمهال په افغانستان کې امن راغلی او د علم د ترلاسه کولو ښه زمينه برابره ده.

هغه زیاتوي: “کوښښ وکړئ په هره برخه کې چې ستاسو مسلک وي، په همغه برخه کې خدمت او لا نورې زده کړې وکړئ.”

طالب وزیر داسې مهال خپلې پرېکړې د قران پر بنسټ بولي چې پر پيغمبر (ص) لومړنی نازل شو آيات چې اقرا(ولوله) دی نه مني.

ندیم څه موده مخکې ویلي وو چې د نجونو د زده کړو په اړه پوښتنه کول هم تر امر ثاني منع ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply