یوسف وفا: ټول طالب مسوولین باید د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي

1 Min Read

د بلخ لپاره د وسله‌والو طالبانو والي وايي، ټول طالب مسوولین باید د منفي تبلیغاتو مخنیوی وکړي.

محمد يوسف وفا په اداري غونډه کې ویلي، د هرې غونډې اجنډا باید له اړوندې ادارې تاییدي ولري.

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د رسنيو دفتر ویلي، په مدرسو او نورو ناستو کې چې کومې ویناوې کېږي، نو د هغو اجنډاوې دې باید د پوهنې ریاست له لوري وکتل شي.

وفا همداراز سپارښتنه کړې، هغه کسان چې پر منفي تبلیغاتو او منفي خبرو شهرت لري، باید په غونډو کې د خبرو وخت ورنه‌کړل شي او په ولسوالیو کې ولسوالان مکلف دي چي پر دې برخې جدي څار ولري.

خو دا چې له منفي تبليغاتو منظور کومې څرګندونې دي، په خبرپاڼه کې یې په اړه جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

یاد ولایت وايي، په دې غونډه کې پر طالبانو د ځيرک موبایلونو پر کارونې د بندیز په تړاو د طالبانو د سترې محکمې د نظامي معاونیت د مکتوب یادونه وشوه او همداراز وویل شول چې له لوړ رتبه مسوولینو نیولې بیا تر ټیټ رتبه مسوولینو، مجاهدینو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو پورې هېڅوک د ځيرک موبایلونو د کارونې حق نه‌لري.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply