شهباز شریف: د افغانستان خاوره تل د پاکستان پر ضد کارول شوې

2 Min Read

د پاکستان لومړی وزیر وايي٬ د افغانستان خاوره تل د پاکستان پر ضد کارول شوې ده.

شهباز شریف د جمعې په ورځ یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل: ” د افغانستان حکومت(طالبان) دې د ترهګرو ډلو مخه ونیسي. افغان خاوره تل د پاکستان پر ضد کارول شوې ده۔”

ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې پر طالبانو فشار راوړي څو د ترهګرۍ پر ضد خپلې ژمنې عملي کړي او په افغانستان کې د وسله والو ډلو خوندي پټنځایونه له منځه یوسي.

 ډار د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په وینا کې وویل، په سیمه کې تلپاتې سوله، ثبات او اقتصادي پرمختګ هغه وخت شونی دی چې د افغانستان له خاورې څخه راولاړېدونکی د ترهګرۍ ګواښ پای ته ورسېږي.

 هغه افغانستان د پاکستان د امنیت له مهمو ننګونو څخه وباله او دعوه یې وکړه چې د پاکستاني طالبانو تحریک، بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي لا هم د افغانستان له خاورې د جلب، روزنې او بریدونو د تنظیم لپاره کار اخلي.

طالبانو تل د پاکستان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د کارولو اجازه ورنه کړي.

د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې په افغانستان کې داسې وسله والې ډلې نه شته چې د ګاونډیو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply