زرغون بهیر: طالبانو د پوځي وسلو یوه ډیپو د استوګنې سیمې ته وړې

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر وايي، طالبانو د کابل ښار د باغ قاضي سیمې اړوند د اوړو مارکېټ ته څېرمه د استوګنې یوه سیمه کې د پوځي وسلو او مهماتو یوه لویه ډیپو ځای پرځای کړې ده.

سرچینه وايي، د پوځي مهماتو دغه ډیپو ۲۳ کانټینرنه لري چې د یادې سیمې د اوړو مارکېټ ته  نږدې ده.

د زرغون بهیر په خبره، طالبانو ځکه دغه وسلې د اوړو منډوي ته نږدې ځای پرځای کړې چې پاکستان پرې بمباري ونه‌کړي.

د طالبانو ضد دغې ډله د سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی او ویلي يې دي چې یوشمېر بهرني وسله‌وال هم په همدې ځای کې ځای پرځای شوي دي.

یاد بهیر د سیمې پر اوسېدونکو غږ کړی چې له طالبانو وغواړي څو خپل پوځي ډیپو له دې ځایه لرې، یا بله حل لاره ورته ومومي.

زرغون بهیر ټینګار کوي او وايي، په دې سیمه کې هیڅکله د وسلو زېرمتون نه و او په وینا یې چې دا د طالبانو نوې تګلاره ده څو د ملکیانو کورونو ته نږدې وسلې ځای پرځای کړي.

دوی وویل، طالبانو کلونه کلونه له  ښځو او ماشومانو څخه د سپر په توګه کار اخیستی او دا کار ورته نوی نه دی او خلک د دوی هغه انځورونه په یاد لري چې د ښځو په جامو کې د پټېدو او تېښتې پر مهال اخیستل شوي وو.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply