د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د ځانګړو ځواکونو قومندان، جنرال سمیع سادات پر طالبانو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغه ډله د هېواد د اقتصادي وضعیت او بشري ناورین مسوولیت نه مني او افغانستان داسې حکومت ته اړتیا لري چې د خلکو له ازادیو او مدني حقونو ملاتړ وکړي.
سادات په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې طالبان تر ډېره د ځپونکو اقداماتو پر تمویل تمرکز کوي او د حکومتولۍ په برخه کې اغېزناک فعالیت نه لري.
د هغه په خبره: “له ځپنې او فشارونو پرته دوی ډېر څه نه کوي او د اقتصاد د سقوط، لوږې او د هغو خلکو مسوولیت نه مني چې د دوی تر واک لاندې له سختو ستونزو سره مخ دي.”
هغه همدارنګه طالبان د بشري ارزښتونو لپاره ګواښ بللي او ټینګار یې کړی چې افغانستان باید داسې حکومت ولري چې د خلکو اساسي حقونه او ازادۍ خوندي کړي.
سادات لیکلي: “طالبان د بشري کرامت لپاره ګواښ دي او باید پر ځای یې داسې افغان حکومت رامنځته شي چې د ملت له مدني ازادیو او ازادۍ ملاتړ وکړي.”
جنرال سادات دغه څرګندونې داسې مهال شوي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، بشري ستونزو او سیاسي راتلونکي په اړه بحثونه لا هم دوام لري.