د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر،عبدالباري جهاني په یوه لیکنه کې په افغانستان کې د کندهار د طالبانو له لوري د واک پر انحصار نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې طالبان به نور قومونه له پښتنو او ټول پښتانه به د کندهار دښمان کړي.
هغه وویل، اوس قدرت د یوه خاص سمت(کندهار) د طالبانو په لاس کې دی.
د نوموړي په خبره: “ټول پوهېږي چې نن ورځ قدرت یوازې د پښتنو طالبانو نه، بلکې د پښتنو د یوه خاص سمت د طالبانو په لاس کې دی او د قدرت دغه ډول مطلق انحصار د ډېر ژور نفرت زېږنده دی.”
جهاني د هرات وروستیو پېښو ته په اشارې طالبانو ته په خطاب کې وویل، جبر او وحشت تر قیامته دوام نهشي کولی او زیاتوي: “د هرات وروستیو پیښو وښودله چې تاسې د هر ډول جبر او زور څخه کار اخیستلو ته تیار یاست. خو دا دې تاسې ته معلومه وي چې جبر او وحشت تر قیامته دوام نه سي کولای. لکه د هرات نجونو چې ستاسې د جبر او وحشت پروا ونه کړه یوه ورځ به د هېواد د هر کونج څخه د مقاومت ناره پورته کېږي او ستاسې هر ډول وحشت به یې په مقابل کي عاجز وي.”
جهاني طالبانو ته دغه راز خبرداری ورکړی چې یوه ورځ به پاکستان ته ځي، خو په افغانستان کې به یې اور بل کړی وي.
هغه وویل: “زه له هغې ورځي څخه وېرېږم چي په ټول هېواد کي به اور بل وي او دوست او دښمن به سره ورک وي. تاسې خو به بیرته پاکستان ته ولاړ شئ، خو هېواد به داسې اور ته واچوئ چې نړۍ به یې تماشه کوي او کرارول به یې د هیچا په وس پوره نه وي.”
یاد پخوانی افغان چارواکی په زغرده وویل، طالبان به نور قومونه له پښتنو او ټول پښتانه به د کندهار دښمان کړي.
د جهاني په وینا: “د افغانستان ټول اقوام له پښتنو سره مخالف اوټول پښتانه به د کندهار دښمنان کړی. لکه څرنګه چې مې یو وخت د مولوي متوکل په مخکې ستاسې پخواني مشر ملامحمدعمر ته ویلي وو، تاسې ته هم وایم چې موږ پښتانه ستاسې په هیڅ ګټه کې درسره شریک نه یو، خو تاوان به مو موږ ټولو ته راپاته وي.”