پخوانی جهادي مشر او د تېر جمهوري نظام پر مهال په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي، عبدالرب رسول سیاف سیاف له خدایه د قومي، ژبنیو، سمتي او نورو تعصباتو څخه د ځان ساتنې غوښتنه کړې ده.
هغه یادې څرګندونې پر خپل ایکس شبکه کې کړې دي.
سیاف ویلي: “الهی!، مونږ ټول سره ورونه یو، ته مو له قومی، ژبنیزو ، سمتي او نورو بد بویه تعصباتو څخه لرې وساته.”
معلومه نه ده چې سیاف یادې څرګندونې د چا په اړه او د کوم لامل پر اساس کړې دي، خو وخت ناوخته دغه شان تبصرې کوي.
هغه اوسمهال له افغانستان څخه بهر په ترکیه کې ژوند کوي.
عبدالرب رسول سیاف د تېر جمهوریت پر مهال د افغانستان امنیتي ځواکونو ننګه کوله او په جګړه کې یې هغوی شهیدان بلل، خو د طالبانو د وسله والو ځانمرګي بریدونه یې ناروا او غیر شرعي بللي وو۔