د ملي امنیت دې پخواني رییس، رحمت الله وايي، یوشمېر افغان سیاستوالو له پاکستان څخه غوښتنه کړې څو په چترال او نورو سیمو کې ورته د طالبانو خلاف جګړې لپاره مرکزونه ورکړي.
نبیل ویلي، اسلام اباد له دغو سیاستوالو سره ژمنې هم کړي چې اسلام اباد کې به د طالبانو خلاف د خوځښتونو لپاره دفترونه ورکړي.
نوموړي ادعا کړې چې محقق له پاکستاني استخباراتو سره څو ځل ناستې کړي او اسلام اباد کې یې د دفتر پرانېستلو غوښتنه کړې ده.
هغه وویل چې ایران، محمد محقق او نورو افغان سیاستوالو ته ویلي، که پاکستان سره ودرېدئ نو ټول به دغه هېواد څخه وشړل شي.
تراوسه محقق، پاکستان او په خپله طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.