شاپور حسن‌زوی: طالبانو راته خر وویلې

د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړی، شاپور حسن‌زوی په یوه تازه مرکه کې د طالب وسله‌والو له سپکاوي ډک چلند څخه سر وټکاوه.

حسن‌زوی وویل، افغانستان ته په ورتګ پښېمانه او ناسم چلند ورسره شوی دی.

هغه وایي، طالبانو راته مخامخ وویل: “ته وکیل نه، بلکې یو خر یې.”

د حسن‌زوی په خبره، که څه هم امنیت شته، خو د ده په څېر کسانو لپاره دا حالت د ډاډ او منلو وړ نه دی.

نوموړی وايي، طالبانو ورته د بندېدو کولو ګواښ، پر کور یې برید او د کورنۍ غړي یې ډبولي دي.

هغه دغه راز ویلي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په مرسته وسله‌والو یې دوه لوڼې تښتولي او خبرداری ورکوي که چېرې خوشې نه‌‌شي اعتراضونه به پیل کړي.

حسن‌زوی همداراز په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ څخه غوښتي چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي او د هغه د لوڼو د موندلو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

تراوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه‌ نه دي ویلي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply