د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت وايي، پاکستانيو ځواکونو د خیبرپښتونخوا د خیبر په شینکو کې د طالبانو یوه بېپیلوټه الوتکه کشف او راغورځولې ده.
دغه وزارت ویلي، الوتکه په چټکۍ سره کنټرول شوې او هیڅ مرګژوبله نه لري.
په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو دفاع وزارت د شنبې په سهار اعلان وکړ چې تېره شپه یې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د داعش ډلې اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.
خو د پاکستان د معلوماتو او خپرونو وزارت دا ادعا سمدستي ناسمه وبلله او ویې ویل چې د دوی هوایي مدافع ځواکونو شینکو سیمې ته نږدې د طالبانو اړوند یوه ابتدایي ډرون الوتکه تر پېژندلو وروسته نسکوره کړې چې هیڅ ډول ځاني او مالي زیان یې نه دی اړولی.
دغه وزارت د حقایقو د څېړلو څانګې وویل چې د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو کمپونه چې له دوو لسیزو راهیسې فعال دي، په اصل کې د طالبانو تر واک لاندې قلمرو کې دي او له هغه ځایه اداره او ملاتړ کېږي.
پاکستاني چارواکو د نسکورې شوې الوتکې عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې طالبان د داعش، بلوڅ ازادي غوښتونکو، تحریک طالبان پاکستان او نورو ډلو څخه د خپل ملاتړ پټولو لپاره د داسې جعلي بیانیو خپرولو عادت لري.
ورته مهال د خیبر په سرحدي لرې پرتې سیمه کې ځایي اوسېدونکو د هغې بېپېلوټه الوتکې پاتې شونې موندلې دي چې د استوګنې له سیمو څخه لرې په دښته کې غورځېدلې ده.