د سپاهي میهن جبهې قوماندان، قیوم ملنګ د بدخشان ولایت پر یفتل پایین ولسوالۍ له برید پنځه ورځې وروسته د لومړي ځل لپاره د یوه غږیز پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې دی او ځواکونه یې بشپړ روغ او جوړ دي.
هغه وویل: ټول(د دې جبهې غړي) روغ دي او د طالبانو هغه ادعا یې رد کړه چې د دې جبهې غړي نیول شوي دي.
ملنګ د چهارشنبې په ورځ وویل: “زه په بشپړه روغتیا کې یم. د دښمن د پروپاګند پسې مه ګرځئ. موږ ټول جوړ او روغ یو. د سپاهي میهن جبهه خپل پلان او موخې لري او غړي یې آزادي تر هر څه غوره ګڼي.”
د تېرې جمعې په سهار، د تازه جوړې شوې سپاهي میهن جبهې کسانو په یوه ناڅاپي برید کې د بدخشان ولایت د مرکز فیضاباد ښار ته څېرمه یفتل پایین ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره ونیوله.
برید کوونکي دولتي ودانیو ته ننوتل، پوځي تجهیزات یې د غنیمت په توګه له ځان سره یوړل او پر ځینو ودانیو یې خپل بیرغ پورته کړ.