د وسله وال طالبانو مشر له ملايانو غوښتي چې خپلو کې یو له بل سره محبت او پر یو بل باور وکړي څو دښمن د دښمنیو او تفرقې اچولو هیڅ راز موقع پیدا نه کړي.
ملاهبت الله یادې څرګندونې د کندهار د ولسوالیو او حوزو له ملايانو سره په لیدنه کې کړي او دغه راز د دوی د واکمنۍ پر پیاوړتیا، تقوا او د مسوولانو پر اطاعت یې ټینګار کړی دی.
د هغه په خبره، د اطاعت روحیه او متقابل اعتماد کولی شي چې وحدت نغښتی وساتي او د فتنو ټولې دروازې بندې کړي او زیاتوي، ملايان د ټولنې د اصلاح دوه مهمې برخې دي او که دواړه خپلو شرعي او اصلاحي مسوولیتونو ته پاملرنه وکړي، د ټولنې اصلاح او د شریعت تطبیق به په اسانۍ رامنځته شي.
طالب مشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې درې ورځې وړاندې په نورستان کې خونړیو سېلابونو لسګونه افغانان ووژل او لسګونه نور یې ټپيان کړل؛ خو نوموړي په خپله دغې اوږده وینا کې ان د نورستان د قربانیانو یادونه ونه کړه او لږ تر لږه هغوی ته د مغفرت دعا هم ونه کړه.