سعودي عربستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې د کوچني اختر په رارسېدو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د لنډمهالې اوربند د اعلان هرکلی کړی. اعلامیه وايي، ریاض د دواړو لوریو هغه مثبت غبرګون ستایي چې د سعودي عربستان، قطر او ترکیې غوښتنو ته یې ښودلی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د خبرو اترو ژبه او سوله‌ییزې حللارې د پاتې اختلافاتو د حل لپاره تر ټولو غوره لار ده.

سعودي عربستان همداراز ټینګار کړی چې د سیمې د سولې، امنیت او ثبات د تامین لپاره به خپلې ډیپلوماتیکې هڅې له ستړیا پرته د ورونو او دوستو هېوادونو سره په همغږۍ روانې ساتي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply