د وسله والو طالبانو د لوړو زده کړو وزیر خپلو کارکوونکو ته ویلي، په خپلو کارونو کې همغږۍ، پرهیزګاري او سلامشورو ته لومړیتوب ورکړي او دغه راز خپلې غونډې په دیني مذاکرې او نصایحو پیل کړي.
نداء محمد ندیم د وزارت د مشرتابه شورا غونډه کې د سلامشورې پر اهمیت خبرې کړي او ویلي یې دي چې د مشورو پر بنسټ د ترسره شویو کارونو پایلې تل ښې وي.
هغه ټینګار وکړ، هڅه باید وشي څو ټولې رسمي ناستې په دیني مذاکرې، نصایحو او هدایاتو سره پیل شي.
د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د یاد وزارت د محصلانو چارو معین، مولوي عبدالله سیحان ګډونوالو ته د مسلمانانو د امیر او خلیفه په اړه تفصیلي بیان وړاندې کړی دی.
سرچینه زیاتوي، په ناسته کې د تېرې مشرتابه شورا د پرېکړو د ارزونې ترڅنګ، د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست اړوند درې بېلابېل لارښودونه له هر اړخیز بحث وروسته تایید شول.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د پوهنتونونو د استادانو د علمي او مسلکي ارزونې لارښود هم د شورا د غړو لخوا تصویب شوی دی.
د مشرتابه شورا غړو دغه راز د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو د زدهکړیالانو د فیسونو د ورکړې پر څرنګوالي بحث وکړ او په دې اړه یې لازمې پرېکړې وکړې.
د ناستې په وروستۍ برخه کې د دولتي پوهنتونونو او دیني جامعاتو د مالي او اداري چارو د مرستیالانو د پلانونو د ارزونې راپور وړاندې او د شورا له لوري تایید شو.