سید اسحاق ګیلاني: ژوند بیخي سخت تېرېږي

2 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازی، سید اسحاق ګیلاني وايي، د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له سیاست څخه لیرې شوی او ژوند یې سخت تېرېږي.

هغه وویل: “د طالبانو راتګ سره له سیاست څخه لیرې یم، ژوند بیخي سخت تېرېږي او آن په هفتو هفتو د خپل کور د بهر دروازې ته هم نه نږدې کېږم.”

طالبانو څو میاشتې مخکې د ګیلاني لخوا غصب شوې لسګونه جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه.

خو دی اوس وايي، تراوسه یې یوازې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او استخباراتو رییس سره لیدلي او ښايي نور ورسره ونه ګوري.

ګیلاني چې د پیر ګیلاني کورنۍ سره تړاو لري، بي بي سي ته ویلي: “ممکن طالبان نه غواړي چې مونږ سره کېني او یا هم ښایي وخت ونه لري.”

په یوه تازه ویډیو کې ښکاري چې د دغه پیر یوه ډله مریدان د هغه کور ته ورننوځي او دی بیا وایي چې بس اوس یوازې له همدوی سره د کور، کلي، مالدارۍ او کرنې په اړه خبرې کوي.

د پیرانو دغه غړي په غزني، پکتیکا، ننګرهار، لوی کندهار او شمالي ولایتونو کې مریدان لري.

د طالبانو د روانې واکمنۍ په لومړیو کې د ده د کورنۍ غړی ابراهیم ګیلاني په لمانځه د نه پوهېدو له کبله طالبانو وهلی ډبولی و.

د تېر جمهوریت پرمهال به د دې کورنۍ غړي په لویو پروتوکولونو ولایتونو ته سفرونه کول، مریدانو او پیر پرستانو به یې پراخ هرکلی کاوه، خو اوس پرې طالبانو سخت بندیزونه لګولي دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply