د افغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال د اطلاعات او فرهنګ وزارت معین او سرپرست چې تازه له امریکا څخه افغانستان ته ستون شوی، وايي، که څوک یې ووژني، نو وینه یې وربخښلې ده.
کمال سادات په یوه مرکه کې وویل، د خپل ماموریت پرمهال یې خیانت کړی دی.
هغه وايي: “مونږ ډېرې کمۍ درلودې، سم کار مو ونه کړ٬ مونږ پاملرنه ونه کړه، بد مو وکړل. خیانت مې وکړ.”
کمال سادات په دې مرکه کې وویل، په لاره به تېرېده چې روږدي کسان به پراته و چې چا ورته پام نه کاوه.
سادات زیاتوي: “مونږ به روږدي کسان په لاره لیدل او پاملرنه به مو نه کوله، دا خیانتونه مونږ کړي. په خدای رښتیا وایم، که څوک مې ووژني، ما وینه وربخښلې ده.”
کمال سادات په جمهوریت کې ادعا کړې وه چې د ولسمشر محمد اشرف غني مېرمنې، رولا غني(بي بي ګل) ورته د زوی خطاب کاوه او کله ناکله به یې جنجالي او خندونکې څرګندونې هم کولې.
ده په جمهوریت کې یوځل د افغانستان د نه جوړېدو په غبرګون کې پر خپل نوي زېږېدلي زوی “دا وطن مې ولې نه جوړېږي سادات” نوم ایښی و.