امیرخان متقي: د سیمې او نړۍ جګړې او ستونزې دې د خبرو له لارې حل‌ شي

1 Min Read

د وسله‌والو طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي وايي، د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ دې جګړې، تاوتریخوالی او ستونزې د خبرو، ناستو او تفاهم له لارې حل شي.

هغه په کابل کې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو ګډې سیمه ییزې ناستې ته ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه یو غوره اقدام او د سیمې هېوادونو په ګټه ده او په وینا یې ایران او امریکا له اوږدو خبرو وروسته هوکړې ته رسېدلې چې که توافق وشي مثبت پرمختګ دی.

د امریکا ولسمشر ویلي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هوکړه شوې چې دا هوکړه به راتلونکې جمعه په سویس کې لاسلیک شي او د دې هوکړې له مخې به ایران هرمز تنګی بېرته پرانېزي او امریکا به د ایران پر بندرونو او د ایراني کښتیو پر تګ راتګ محدودیتونه لرې کوي.

متقي د سیمه ییزو مطالعاتي ادارو ترمنځ ګډ علمي، څېړنیز او فکري همکارۍ د سیمې او هېوادونو په پرمختګ کې مهم یادې کړې.

هغه ویلي، له دغه ګډو ناستو او هڅو له مخې دې، په سیمه کې د اقلیمي بدلونونو، د اوبو کمښت، د هوا ککړتیا، جګړې، د هېوادونو اړیکې، اقتصادي او سوداګریزې

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply