د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزارت سرپرست او له هغه مخکې د ننګرهار والي، شاه محمود میاخېل وايي، د طالبانو د عسل میاشت پای ته رسېدونکې ده.
میاخېل پر ایکس لیکلي، د ولسي او نړیوال مشروعیت نشتوالی، سیاسي انزوا، فقر او د افغانانو نارضایتي ورځ تر بلې زیاتېږي.
د هغه په وینا، د طالبانو پر وړاندې د خلکو نارضایتي تر پوزې رسېدلې او خبرداری یې ورکړی چې د وضعیت دوام ښايي د یوې ناڅاپي چاودنې په څېر پراخې پایلې ولري.
میاخېل د طالبانو اوسنی وضعیت د دیګ بخار له حالت سره تشبیه کړی او ویلي یې دي: “کله چې د بخار شپېړقونه بند شي، دیګ بخار پخپله انفجار کوي.”
یاد پخوانی چارواکی زیاتوي، د داسې یوه احتمالي انفجار په صورت کې به د هېواد د بیا رغونې چارې لسیزې وخت ونیسي.
نوموړي د طالبانو پر مشرتابه نیوکه کړې او د ملا نصرالدین له کیسې په طنزي تعبیر سره یې لیکلي: “ملا صیب د ملا نصرالدین غوندې په خره سرچپه سپور او د نامعلوم جهت په لورې روان دی.”