طالبانو د یفتل تر سقوط وروسته د قوماندان عبدالقیوم ملنګ د نیولو ادعا کړې

2 Min Read

د وسله طالبانو اړوند د نهضت په نوم یوې رسنۍ د خپلو ځايي سرچینې پر بنسټ ادعا کړې چې د سپاهيان میهن جبهې عمومي پوځي قوماندان، عبدالقیوم ملنګ د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ د تېرې شپې د وسله‌والې نښتې وروسته د طالبانو لخوا ژوندی نیول شوی دی.

نهضت په ایکس لیکلي، تېره شپه یو شمېر وسله‌والو د یفتل ولسوالۍ پر مرکز برید کړی و، خو طالب ځواکونو د مقابلې او عملیاتو وروسته وضعیت بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوست.

نهضت د خپلو سرچینو پر بنسټ زیاتوي، عبدالقیوم ملنګ له څو نورو کسانو سره یو ځای نیول شوی او دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.

یادې رسنۍ دغه راز ادعا وکړه چې د پېښې په تړاو شاوخوا ۱۵ نور کسان هم نیول شوي او د پاتې کسانو د موندلو او نیولو هڅې لا هم روانې دي.

اخوا د افغانستان د مخکېني ولسمشر د لومړي مرستیال، امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر د سپاهیان میهن د ځواکونو لخوا د بدخشان د یفتل ولسوالۍ سقوط له هرکلي سره مخ شوي دي

دغه بهیر په فېسبوک پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي: “د افغانستان زرغون بهیر – رسا، د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ کې د وطن سپاهیانو زړور عملیات له کبله د زده له تله مبارکي وايي. د دې ولسوالۍ د هبتي غلو او لوټمارانو له شتون څخه پاکول، د ټول افغانستان د خاورې د آزادۍ لپاره یو الهام‌بخښونکی ګام دی. د طالبانو متعصب او د ملت ضد ډله به نسکوره شي، ان‌شاءالله. د بریا د ستر او پرشوره سهار لپاره باید باور ولرو.”

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply