د خبریالان د ساتنې کمېټه: بروکسل ته دې د طالب پلاوي د سفر بلنه لغوه شي

2 Min Read

د خبریالانو د ساتنې کمیټې له اروپايي کمېسیون غوښتي چې بروکسل ته د طالب پلاوي د سفر بلنه لغوه کړي.

دغه کمېټې د دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د عدالت غوښتې د برخې مرستیال تام ګیبسون په حواله وویل: “په داسې حال کې چې طالبان ورځې تر بلې پر رسنیو فشارونه زیاتوي، اروپايي کمېسیون طالب پلاوی بروکسل ته غواړي او دغه اقدام ټکان ورکوونکی دی”.

نوموړې کمېټې ویلي: “اروپا طالب پلاوي ته په بلنې سره دغې ډلې ته مشروعیت ورکوي”.

په ورته مهال، د اروپا د پارلمان د سوسیالیستانو مشرې، ایراتکس ګارسیا د اروپايي ټولنې لخوا بروکسل ته د طالبانو د استازو پر بللو کلکه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغانان باید د طالبانو د کړنو بیه پرې نه کړي.

هغې د افغان ښځو د حقونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د کډوالو د ایستلو په موخه له طالبانو سره د اروپا د شلو هېوادونو دا ډول هوکړې د شرم وړ دي.

اروپايي کمېسیون افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستنې په اړه بروکسل ته د طالبانو یو پلاوي ته بلنه ورکړې ده.

تراوسه د دغه پلاوی د سفر وخت لا معلوم نه دی.

اخوا، د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د یو بیان په خپرولو سره ویلي: “طالب پلاوي ته بلنه ورکول نه یوازې ډپیلماتیک، بلکې د اروپايي کمېسیون یو ستراتژیکه تېروتنه ده چې کېدای شي راتلونکې کې امنیتي خطرونه ولري”.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply