د وسله والو طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي ته په خطاب کې ویلي، چندان ښه تاریخ دې نه دی پرېښی او نور د افغانستان د مسایلو په اړه د نظر ورکولو حق نه لرې.
ضیاءالله هاشمي د کرزي د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د نجونو او هلکانو پر زدهکړو یې ټینګار کړی و، ویلي: “د لوړو زدهکړو د چارو په اړه نظر ورکول له هغو کسانو سره ښه ښایي چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د ملک د پرمختګ لپاره عملي او مثبت میراث پرې ایښی وي.”
دغه طالب مسوول، کرزي ته په خطاب کې پر اېکس پاڼه لیکلي: “ته د افغانستان د مسایلو په اړه د نظر ورکولو حق نه لرې. افغانستان ته دې ښه تاریخ نه دی پرې ایښی.”
هاشمي دغه غبرګون وروسته له هغه ښودلی چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ په هېواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د ټولو نجونو او هلکانو پر عمومي زدهکړو ټینګار وکړ.
حامد کرزي وویل، د عامه پوهاوي په زیاتېدو او د مسلکي بشري ځواک په روزنې د بېسوادۍ له امله رامنځته شوې ستونزې کمېدای شي.
کرزي پر خپل اېکس پاڼه د نړيوالو بنسټونو په ځانګړې ټوګه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق يا یونېسف وروستي راپورته په اشارې ویلي، په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ مېلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
هغه د ماشومانو د روغتیا ساتنه د هېواد د راتلونکي هیله او بشري ځواک ګڼلی او له اړوندو کورنیو او بهرنیو بنسټونو یې غوښتي څو د دغه ګواښ د زیاتېدو مخنیوي او د ماشومانو د روغتیا خوندي کولو لپاره جدي او هر اړخیزې هڅې وکړي.
کرزي د یاد ګواښ د مخنيوي لپاره د نجونو او هلکانو لپاره زدهکړې مهمې ګڼلې او ټینګار یې کړی چې باید ټولو ته د عمومي زدهکړو زمینه برابره شي.
نوموړي ویلي: “د عامه پوهاوي په زیاتېدو او د مسلکي بشري ځواک په روزنې سره به د بېسوادۍ له امله رامنځته شوې ستونزې کمې شي، د هېواد اقتصادي وضعیت به ښه شي او د ټولنې ستونزې او اړتیاوې به له بهرنیو مرستو پرته هم حل شي.”