د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر مرستیال، عبدالرشید دوستم د بدخشان د یفتل ولسوالۍ تر سقوط څو ساعته وروسته په نږدې راتلونکې کې د څو شمالي ولایتونو د سقوط خبر ورکړ.
هغه په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي :”انشاءالله د افغانستان د ملي اتل الحاج مارشال عبدالرشید دوستم د ځواکونو په لاس د افغانستان د څو شمالي ولایتونو چټک سقوط. مخکې تر مخکې د افغانستان خلکو ته د بریا او آزادۍ مبارکي وایو.”
اخوا د افغانستان د مخکېني ولسمشر د لومړي مرستیال، امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر د سپاهیان وطن د ځواکونو لخوا د بدخشان د یفتل ولسوالۍ سقوط له هرکلي سره مخ شوي دي
دغه بهبر په فېسبوک پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي: “د افغانستان شین بهیر – رسا، د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ کې د وطن سپاهیانو زړور عملیات د زده له تله مبارکي وايي. د دې ولسوالۍ د هبتي غلو او لوټمارانو له شتون څخه پاکول، د ټول افغانستان د خاورې د آزادۍ لپاره یو الهامبخښونکی ګام دی. د طالبانو متعصب او د ملت ضد ډله به نسکوره شي، انشاءالله. د بریا د ستر او پرشوره سهار لپاره باید باور ولرو.”
خو طالبانو ادعا کړې چې د یفتل پر ولسوالۍ د بریدګرو مشر یې له ۱۵ کسانو سره نیولی او اوس ترې څېړنې روانې دي.