د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند د مشر محمد محقق لور، ذکیې محقق د چنګاښ په ۲۳مه، په اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو په غونډې کې د وینا پر مهال وویل، د طالبانو کړنې د اسلام له دين سره هېڅ تړاو نهلري.
ذکيې محقق ټينګار وکړ دا ډله د اسلام له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي.
هغې په افغانستان کې د خلکو پر اراده ولاړ او ولسواک حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.
نوموړې زیاتوي، افغان ښځې له تېرو پنځو کلونو راهيسې له خپلو ټولو بنسټيزو حقونو بېبرخې شوې دي او د افغانستان د اوسني حالت تر ټولو ستر زيانمن کسان ښځې دي.
د ذکیې محقق په وينا، هغه زيانونه چې په دې موده کې ښځو او ټولنې ته اوښتي، په راتلونکو کلونو کې به يې جبران اسانه او ممکن نهوي.
هغې د طالبانو د روانو تګلارو د دوام پايلو ته په اشارې سره وويل، په افغانستان کې داسې نظام نهشته چې د عزت او کرامت لرونکو انسانانو په توګه د ښځو ساتنه وکړي.
د محقق لور زیاته کړه٬ هغې زياته کړه، که دا حالت همداسې دوام وکړي، ټولنه به د اخلاقي او ټولنيز زوال تر ټولو ټيټې کچې ته ورسېږي.
محقق د اسلامي هېوادونو د ښځو د غونډې په تړاو وويل، افغان ښځو بايد په دې غونډه کې ګډون درلودای، څو له اسلامي هېوادونو سره خپلې اړيکې پياوړې کړي او د افغان نجونو او ښځو غږ نړۍ ته ورسوي.
د محمد محقق لور وويل، اوسمهال هېڅ هېواد د عملي اقدام لپاره چمتو نهښکاري، خو هيله يې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکې کې به پراخه نړيواله اجماع رامنځته شي او اسلامي او لوېديځ هېوادونه او همداراز هغه دولتونه چې د بشري حقونو ملاتړ کوي، د افغانستان له خلکو سره عملي مرسته وکړي.
د هغې په خبره، اسلامي هېوادونه بايد د چوپتيا پر ځای د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي او څرګندې حللارې وړاندې کړي.
ذکيې محقق وویل، د طالبانو له واکمنۍ نږدې پنځه کاله تېرېږي، خو په افغانستان کې د ښځو د حقونو حالت ورځ تر بلې خرابېږي.
د اسلامي همکارۍ سازمان، چې د ۵۷ اسلامي هېوادونو ګډه ټولنه ده، په اسلاماباد کې په خپلې وروستۍ غونډه کې د ښځو پر زدهکړو او کار د طالبانو لګول شوي بنديزونه د اسلامي ارزښتونو او اسلامي فرهنګ خلاف وبلل او خبرداری يې ورکړ، چې دا ډول تګلاره د اسلام سپېڅلي انځور ته زيان رسوي.