د طالبانو راډیو: د طالبان شپږ ډیپلوماتان اروپایي هېوادونو ته ځي

3 Min Read

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پولیس راډیو نن د خپلو باخبرو سرچینو له قوله لیکلي چې طالبان له یو شمېر اروپایي هېوادونو سره د دې ډلې د ډیپلوماتانو د منلو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې د طالبانو شپږ ډیپلوماتان د خپلو دندو د پیل لپاره په اروپایي هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته واستول شي.

تر اوسه په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي او نه هم د طالبانو رسمي چارواکو او اروپایي هېوادونو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

د طالبانو پلاوي د چنګاښ په دویمه د بلجیم په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو له استازو سره په دوه‌اړخیزو او څو‌اړخیزو غونډو کې ګډون کړی و.

دغه پلاوي، چې د یوې ورځې ویزه یې ترلاسه کړې وه، اروپا ته د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د خبرو لپاره سفر کړی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دغو غونډو کې په اروپا کې د مېشتو افغانانو لپاره د قونسلۍ د خدمتونو د بیا پیل، د باور جوړونې او د هغو افغانانو د ستونزو د حل لارو په اړه خبرې او د نظر تبادله شوې چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

طالبانو هیله څرګنده کړې چې دغه سفر به د مثبت تعامل لپاره نوې لارې پرانېزي، په اروپا کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل بهیر به پیاوړی کړي او د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ به د همکارۍ فضا لا نوره هم پراخه کړي.

د طالبانو د پلاوي مشري د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د دغه وزارت د څلورمې سیاسي ریاست عمومي رئیس عبدالقهار بلخي، چې خپله په نیوزیلنډ کې زېږېدلی، پر غاړه لرله.

طالبانو تر دې وړاندې جرمني ته لږ تر لږه دوه ډیپلوماتان استولي وو، او ځینو جرمني رسنیو راپور ورکړی چې دغه ډله جرمني ته د نورو شپږو ډیپلوماتانو د استولو په هڅه کې ده.

بلخوا، يوشمېر پخوانیو ډیپلوماتانو په یوه تحلیل کې لیکلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت راتلونکی د بودجې د سخت کمښت او سیاسي بن‌بست له امله له جدي ګواښ سره مخ دی.

دوی ټینګار کړی، ملګري ملتونه باید له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو پرته د روښانه تمو پر بنسټ خپل ماموریت بیا تعریف کړي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply