ملګري ملتونه: نږدې ۵۰زره افغان مېرمنې د جنسیتي تاوتریخوالي خطر سره مخ دي

2 Min Read

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي چې د افغانستان په زیانمنو شویو سیمو، په ځانګړې توګه د هېواد په ختیځ کې نږدې ۵۰۰۰۰ ښځې او نجونې د جنسیتي تاوتریخوالي له مخ په زیاتېدونکي خطر سره مخ دي او روغتیايي او نورو اړینو خدماتو ته د هغوی لاسرسی له پخوا څخه ډېر محدود شوی دی.

دغه اداره وايي، امیندواره ښځې له لا زیاتو خطرونو سره مخ دي؛ ځکه هغوی د ناامنيو او بې‌ځایه کېدو سره سره، له لوږې او روغتیايي پاملرنې ته له محدود لاسرسي سره هم لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر  بنسټ، هغه ښځې چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو سرحدي نښتو او زلزلو له امله بې‌ځایه شوې دي، له جدي روغتیايي ننګونو، د خوراکي توکو له خوندیتوب او رواني زیانونو سره مخ دي.

یادې څانګې زیاته کړې، یو شمېر کورنۍ چې وړاندې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلو له امله بې‌ځایه شوې وې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله یو ځل بیا د خپلو مېنو پرېښودلو ته مجبوره شوې دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د ناامنیو، بې‌ځایه کېدو او شته محدودیتونو دوام، افغان ښځې او نجونې د جنسیتي تاوتریخوالي، بې‌وزلۍ او له لومړنیو خدماتو څخه د بې‌برخې کېدو په ګډون له نورو لویو خطرونو سره مخ کړې دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply