د وسله والو طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر، محمد یونس آخندزاده د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، دوی هره میاشت له بدخشانه څو ټنه سره زر راباسي.
هغه د افغانستان طبیعي سرچینو ته په اشارې سره د طالبانو له غړو وغوښتل چې د دغو سرچینو د ګټې اخیستنې لپاره شپه او ورځ یو کړي، ځکه د هغه په وینا خدای غرونه د هغوی لپاره په سرو زرو بدل کړي دي.
طالبان د افغانستان د طبیعي سرچینو، په ځانګړي توګه د سرو زرو کانونو پراخ مدیریت په لاس کې لري. هغوی د دغو کانونو د استخراج چارې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د قراردادونو له لارې پرمخ وړي او دا د دوی د عاید یوه مهمه سرچینه ده.
د طالبانو د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه د کانونو په سکتور کې په کار بوخت دي.
د بدخشان او نورو شمالي ولایتونو د سرو زرو د کانونو د امنیت ساتلو او د غیرقانوني کیندنو مخنیوي لپاره، طالبانو ځانګړي نظامي قطعات ګمارلي دي.
څه موده مخکې د طالبانو مشر بدخشان ته د سرو زرو د کانونو د امنیت لپاره د یوې زر کسیزې پوځي قطعې د لیږلو امر کړی و.
دا ځواکونه به مستقیم د کندهار تر قوماندې لاندې وي.