پاکستانی سفیر: طالبان دې د ترهګریزو ګواښونو پر ضد اقدامات وکړي

په افغانستان کې د پاکستان سفیر، عبیدالرحمن نظاماني له طالبانو غوښتي څو له دې خاورې راپورته کېدونکو ترهګریزو ګواښونو پر ضد عملي اقدامات وکړي.

نوموړي ویلي، د سولې لپاره د پاکستان هیله باید هېڅکله د کمزورۍ په معنا ونه ګڼل شي.

نظاماني وايي، پاکستان د ورورولۍ اړیکو ته ژمن دی، خو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر خلاف د راپورته کېدونکو ګواښونو د مخنيوي اقدامات باید وشي.

طالبانو د پاکستاني سفیر د څرګندونو په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *