د افغانستان د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې وروستی مشر وایي، پاکستان هڅه کوي چې نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړي څو افغانستان د دویم ۹/۱۱ خطر سره مخ دی.
خو فضل محمود فضلي په خپل ایکس شبکه زیاتوي، واشنګټن د روان وضعیت په اړه بشپړ پوهه لري او پاکستان په تاریخي ډول د امریکا د غوښتنو مطابق خپل دریځ بدل کړی دی.
فضلي وویل، پاکستاني چارواکي په یوه ناامېده هڅه کې غواړي نړۍ، په ځانګړي ډول واشنګټن، دې ته قانع کړي چې افغانستان د دویم ۹/۱۱ګواښ رامنځته کوي.
نوموړي لیکلي، امریکا د وضعیت په اړه ښه خبر دي او د پاکستان د دریځونو تر شا سیاسي محاسبه درک کوي.
هغه د ترهګرۍ پر ضد د امریکا د جګړې پر مهال د پاکستان رول ته په اشارې ویلي، د هغه وخت د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني مرستیال ریچارډ ارمیټیج د پاکستان د استخباراتو (ISI) مشر محمود احمد ته ویلي وو: “د بمبارۍ لپاره تیار اوسئ، او تیار اوسئ چې بېرته د ډبرو دورې ته ستانه شئ.”
فضلي زیاتوي، وروسته پاکستان د امریکا له کمپاین سره یوځای شو، “میلیاردونه ډالر یې ترلاسه کړل او د پیسو په بدل کې یې هر څه ترسره کړل.”
فضل محمود فضلي همدارنګه د افغانستان د سولې بهیر او د طالبانو د بیا ظهور په اړه ویلي، اسلاماباد بیا هم د واشنګټن د غوښتنو مطابق عمل کړی، د طالبانو کوربه توب یې کړی، د هغوی د مذاکراتي ټیم په جوړولو کې یې مرسته کړې او د دوحې د خبرو لپاره یې پلاوی لېږدولی دی.
د هغه په وینا: “کله چې واشنګټن څه غواړي، د پاکستان جوړښت یې عملي کوي.”
نوموړی زیاتوي، دا بهیر یوازې د مالي ګټو پر بنسټ ولاړ دی او د هغه په باور، “نه یوازې په تېرو وختونو کې، بلکې د راتلونکي په اړه هم ورته چلند تکرارېدای شي، نه د خپلو امنیتي ارزونو له مخې بلکې د امریکا د لومړیتوبونو پر اساس.”