اروپايي ټولنه به په نږدې راتلونکي کې طالب چارواکي بروکسل ته د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د خبرو اترو لپاره وربولي.
ټاکل شوې چې ډېر ژر به کابل ته د یادې ناستې د نېټې ټاکلو لپاره یو لیک واستول شي.
یاده غونډه د سویډن په همغږۍ پلان شوې او ویل شوي چې دوه اروپايي پلاوي به هم تر یادې ناستې وړاندې افغانستان ته سفر وکړي.
د دې ټولنې ویاند وویل، د اروپايي ټولنې چارواکي په بروکسل کې له طالب چارواکو سره د تخنیکي غونډې پر جوړولو کار کوي، خو تراوسه د یادې ناستې لپاره مشخصه نېټه نهده اعلان شوې.
اروپايي ټولنې شاوخوا ۲۰ غړي هېوادونه د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه په جرمونو ککړو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره د لارو چارو په لټه کې دي.
ځینو اروپايي هېوادونو وړاندې له اروپايي ټولنې غوښتي وو چې د دغه لړۍ د پرمختګ لپاره ډیپلوماټیکې او عملي حل لارې ومومي، خو دغه طرحه د بشري حقونو سازمانونو او د کډوالو ملاتړو ډلو لخوا له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده.