نرګس نهان: طالبانو افغانستان د ښځو لپاره په هدیره بدل کړی

2 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیره وايي، طالبانو افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په هدیره بدل کړی دی.

نرګس نهان په خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي، هغه ډله چې په ځانمرګو بریدونو کې یې د امیندوارو ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون د سلګونو بې‌ګناه خلکو ژوند اخیست، اوس د انساني اصولو خبرې کوي چې دا واقعاً د تعجب وړ ده.

هغه وايي، طالبان باید د هغو ټولو ظلمونو او ستمونو ځواب ووایي چې د افغانستان پر خلکو یې روا کړي او په وینا یې، افغان ښځو د عدالت د ټینګښت او ځواب ورکړې لپاره څلور مېکانیزمونه تر لاس لاندې لري چې په وسیله به یې طالبان د خپلو کړنو ځواب ورکولو ته مجبور کړل شي.

نوموړې د دغو مېکانیزمونو په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي، خو ویلي یې دي، چې د دغو پروسو پلي کېدل ښايي وخت ونیسي. هغې زیاته کړې، چې طالبان هېڅکله له عدالته تښتېدلی نه‌شي او د حساب و کتاب له ورځې څخه د خلاصون لاره نه‌لري.

د هغې دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو او نجونو د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

د بشري حقونو یوشمېر نړیوالو سازمانونو هم په وار وار پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه غندلي او دا یې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply