د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی، وایي، طالبان د سپټمبر د ۹/۱۱ (نهمې او یوولسمې )سناریو د بیا تکرار له ګواښ سره مخ دي.
اصف دراني وویل، طالبان د ترهګرو ډلو د پناه ورکولو له امله د نړیوال مشروعیت له کمښت سره مخ دي او که دا وضعیت دوام وکړي، سیمه به له جدي امنیتي خطرونو سره مخ شي.
هغه په خپل ایکسپاڼه کې لیکلي چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان، بلوچ لېبریشن ارمي، د اسلامي دولت خراسان څانګه، ترکستان اسلامي تحریک، اسلامي حرکت ازبکستان او له دوه درجنو څخه زیاتو نورو ډلو ته د پناه په ورکولو سره د ۱۱ سپټمبر له پېښو وړاندې د وضعیت د بیا تکرار له خطر سره مخ دي.
دراني زیاته کړه: “طالبان باید درک کړي چې دوی محدود نړیوال مشروعیت لري. د ترهګرو ډلو ته د پناه ورکولو له امله دوی د ۹/۱۱ له وړاندې خطرناک سناریو د بیا تکرار له ګواښ سره مخ دي، چې پایلې به یې د ټولې سیمې لپاره نه اټکل کېدونکې وي.”
نوموړي همدارنګه د هند له لوري د ځینو وسلهوالو ډلو د مالي ملاتړ ادعا کړې او ویلي یې دي چې دا وضعیت د سیمې د امنیت لپاره نور هم خطرناک شوی دی.
اصف دراني ټینګار کړی، که دا تګلارې دوام وکړي، نو هم کابل او هم د نوي ډیلي سیاسي مشران به له خطرناک وضعیت سره مخ شي، ځکه د هغه په وینا، د نیابتي جګړو پالنه په پای کې د هماغو ملاتړکوونکو لپاره هم جدي زیانونه رامنځته کوي..
په افغانستان واکمنو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.