ضمیر کابلوف: د یوناما ماموریت به له ځانګړو شرایطو سره وغځېږي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت د غځېدو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د دا ماموریت به د ځانګړو شرایطو سره وغځول شي.

کابلوف وویل، د یوناما جوړښت د فعالیت په اړه پوښتنې شته.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي وویل: “البته چې تمدید به شي؛ خو له ځانګړو شرایطو سره د دغه ماموریت د فعالیت په اړه پوښتنې شته. هیله لرو، چې ټول دغه موارد په پام کې ونیول شي.”

سره له دې د روسیې دغه استازي په افغانستان کې د بشري ناورین موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل چې نړۍواله ټولنه باید له خبرو او اعلامیو څخه عملي اقدام وکړي؛ هغه که د ملګرو ملتونو له لارې وي یا د دوه اړخیزو اړیکو له لارې.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۴ کال د کب په وروستیو کې د یوه پرېکړه‌‌لیک په تصویب سره د یوناما ماموریت د ۱۴۰۵کال (د غبرګولي تر ۲۷مې) پورې وغځاوه.

دا ځل د یوناما ماموریت یوازې د درېیو میاشتو لپاره وغځېده، حال دا چې په تېرو کلونو کې دغه ماموریت په ټوله کې د یو کال لپاره غځېده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply