هبت‌الله د کابیني غړو ته: افغانانو ته دیني پوهه ور زده کړئ

2 Min Read

د وسله‌والو طالبانو ویاند، حمدالله فطرت وایي چې د دې ډلې مخ‌پټي مشر، ملا هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې د کابینې په غونډه کې د شرعي نظام او د خپلو فرمانونو پر سم پلي کولو سربېره د طالبانو د کابینې غړو ته ویلي، افغانانو ته دیني پوهه ور زده کړئ او دیني علوم غرونو او دښتو ورسوئ.

هبت‌الله ټینګار کړی چې د اسلامي نظام ټینګښت د دین په زده کړه ترلاسه کېږي.

هغه د طالبانو د کابینې غړو ته په خطاب کې ویلي: “تاسو اوس د اسلامي نظام غړي او ارکان یاست، خپلو لاس لاندې کسانو او خلکو ته دیني پوهه او سم عقیده ور زده کړئ؛ د عملونو سستي د عقیدې له سستۍ څخه سرچینه اخلي؛ غرونو او دښتو ته دیني پوهه ورسوئ. فرمانونه په ښه توګه مطالعه کړئ. د هغو د پلي کولو او خلکو ته د رسولو لپاره بشپړې هڅې وکړئ، د هغو ارزښت خلکو ته روښانه کړئ او په خپله هم ترې په بشپړه توګه اطاعت وکړئ.”

هبت‌الله خپلې کابینې ته ویلي چې دین را ژوندی کړي؛ ځکه چې په دې کار سره اسلامي نظام پیاوړی کېږي.

نوموړي کابینې ته وویل: “هڅه وکړئ چې علم هر ځای ته ورسوئ او دین ژوندی وساتئ. خلک له دین، شریعت او اسلامي نظام سره اشنا کړئ. هر پړاو تېرېدونکی دی؛ موږ او تاسو باید هڅه وکړو چې راتلونکو نسلونو ته ښه اصول، ښې لایحې، تاریخ او غوره اخلاق پر ځای پرېږدو.”

تېره ورځ په کندهار کې د هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply