د وسلهوالو طالبانو پر ضد د سیاسي او نظامي مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې ویاند د اروپایي پارلمان له وروستي پرېکړهلیک هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه اقدام د طالبانو د واکمنۍ د مشروعیت هڅو پر ضد یو واضح او اخلاقي پیغام دی، په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه.
نظري د اروپایي پارلمان د مرستیالې او د غړو له دریځ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د ترهګریزې ډلې د عادي کولو پر ضد د هغوی دریځ اصولي او زړور دی.
هغه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اروپایي پارلمان وروستی پرېکړهلیک، چې پکې د طالبانو سیسټماټیک ظلم، ترهګري او د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو تعقیب غندل شوی، نړیوالې ټولنې ته یو مهم او اخلاقي واضح پیغام لېږي.
نوموړي وویل: “په داسې وخت کې چې ځینې لوري هڅه کوي د عملي تعامل تر نوم لاندې د یوه ترهګریز رژیم د مشروعیت لپاره زمینه برابره کړي، اروپایي پارلمان څرګنده کړه چې نړیوال ارزښتونه او بنسټیز بشري حقونه باید هېڅکله د سیاسي مصلحت قرباني نه شي.”
علي میثم نظري ټینګار کړی چې له طالبانو سره هغه ډول تعامل چې له محدودو تخنیکي اړتیاوو پورته وي، کولی شي د ده په وینا د بشري ضد جرمونو، جنسیتي اپارټایډ او د افغانستان د مدني او ډیموکراټیکو بنسټونو د له منځه وړونکي ډلې ته مشروعیت ورکړي.
نوموړي د اروپایي پارلمان له لوري د افغانستان د ډیموکراټیک اپوزیسیون او د افغان ولس د ملاتړ هرکلی هم کړی او ویلي یې دي چې افغانان باید د چوپتیا او بېپروايۍ له امله د افراطیت او استبداد په لاس کې یوازې پرېنښودل شي.