د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایفپي ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د خوراکي توکو په بیو کې لږ کموالی راغلی، خو د کورنیو د پېرلو یا اخیستو توان لا هم په ښکته کچه پاتې دی.
د ډبلیوایفپي په وینا، په افغانستان کې د کار زمینه خورا محدوده ده او د ډېرو خوراکي توکو بیې د تېر کال په پرتله لا هم لوړې دي.
یاد بنسټ وايي، د مې میاشتې په درېیمه اونۍ کې د ډېرو بنسټیزو خوراکي توکو په بیو کې کموالی راغلی چې د غنمو بیه ۱.۷ سلنه راښکته شوې او د لومړۍ درجه وريژو، نفتي توکو، بورې او ډوډۍ بیې هم ټیټې شوې دي.
په همدې حال کې د ځینو سبزیجاتو په بیو کې د پام وړ کموالی لیدل شوی؛ په داسې توګه چې د رومي بانجانو بیه ۱۲.۷ سلنه او د کچالو بیه ۵.۹ سلنه راښکته شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام د دغه کموالي اصلي لامل بازارونو ته د فصل د نویو محصولاتو وړاندې کول بللي دي.
خو سره له دې هم، یاد بنسټ وایي چې ډېری خوراکي توکي لا هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ګران دي.
د ډبلیوایفپي د راپور له مخې، د لومړۍ درجه وریژو بیه ۳۸ سلنه، د دویمه درجه وریجو ۲۸ سلنه، د بورې ۲۷ سلنه او د غنمو بیه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه لوړه شوې ده. همداراز د خوړو د تېلو بیه هم د تېر کال په پرتله ۵ لوړه زیاته ده.
د ملګرو ملتونو یاد بنسټ زیاتوي چې د افغانیو ارزښت په دغې موده کې نسبتاً ثابت پاتې شوی او د تبادلې نرخ د یو امریکايي ډالر په وړاندې شاوخوا ۶۳.۸ افغانۍ و. د دغه بنسټ په وینا، دا نرخ د تېر کال او د تېرو درېیو کلونو د اوسط په پرتله په ښه حالت کې دی.