ذبیح الله مجاهد: ښايي په کابل کې د پاکستان سفارت بندول یو انتخاب وي

3 Min Read

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد په کابل کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې د اسلامي امارت لومړیتوب خبرې اترې دي او نه غواړي کړکېچ داسې کچې ته ورسېږي چې د دواړو لوریو له کنټرول څخه ووځي.

هغه د کابل کې د پاکستان د سفارت د احتمالي تړل کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، که د پاکستان د پوځي رژیم بریدونه دوام ومومي، نو دا هم له ممکنه انتخابونو څخه یو کېدای شي.

خو د هغه په وینا، اوس مهال د افغانستان اسلامي امارت باید زغم او حوصله ولري.

مجاهد ویلي، دغه بریدونه غندي او په مناسب وخت کې به ځواب ورکړي.

هغه ګوتڅنډنه کړې چې جګړه نه غواړي، خو که پرې وتپل شي نو د هېواد او خلکو دفاع ته چمتو دي.

طالبان وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان په وروستيو بریدونو کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړې چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

اخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي بریدونو په تړاو یې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت شارژدافېر احضار کړی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د هوايي حریم د سرغړونې او د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو د بمبارۍ په اړه یې پاکستاني شارژدافېر ته خپل سخت او پرېکنده اعتراض وړاندې کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان د یرغلګر پوځي رژیم په دغو بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.

ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې په کراچۍ کې د وروستي ترهګریز برید له امله یې په اسلام‌اباد کې د طالبانو د حکومت شارژدافېر احضار کړی او خپل سخت اعتراض یې ورته رسماً وړاندې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا اقدام وروسته له هغه ترسره شو چې د پاکستان په وینا، د افغانستان یو شمېر وګړي، د یوه نیول شوي بریدګر په ګډون، د کراچۍ په برید کې لاس درلود.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply