محمود خان اڅکزی: افغانستان به د پاکستان په هدیره بدل شي

د پاکستان حکومت مخالف سیاسي او ملتپال مشر، محمود خان اڅکزي پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که له احتیاطه کار وانخلي، نو افغانستان به د دې هېواد لپاره هم په هدیره بدل شي.

اڅکزي ویلي، که څه هم يوشمېر هېوادونه کولای شي په لنډ وخت کې کابل ونیسي، خو د هغه په وینا یې د افغانستان ساتل او اداره کول ډېر ستونزمن دي.

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان په تاریخ کې د لویو لویو قدرتونو لپاره یو سخت ډګر او هدیره پاتې شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې د انګریز یرغل، د شوروي اتحاد یرغل او د امریکا جګړې تجربې دا ښيي چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه له جدي ستونزو سره مخ کېږي.

اڅکزي دا حالت خورا خطرناکه شوق وباله او ویې ویل چې د نظامي لاسوهنې پر ځای باید سیاسي او ډیپلوماټیکې لارې چارې تعقیب شي.

اخوا د پاکستان د پوځ یو متقاعد جنرال، سعد محمد په یوه تازه مرکه کې وايي، د پاکستان د امن کولو لپاره په‌کار ده چې د طالبانو رژیم رانسکور او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره دې د ملي مقاومت جبهې ملاتړ وشي.

هغه پاکستاني حکومت ته لارښوونه وکړه چې افغان ولس ته نه، بلکې د طالبانو اوسني حکومت ته سمدستي سزا ورکړي څو رانسکور او په افغانستان کې نظام بدل شي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply