ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې څه باندې ۸.۸ میلیونه ماشومان په یو وخت کې د اقلیمي بدلون له درېیو مرګونو خطرونو سره مخ دي.
دا د اندېښنې وړ ارقام پهداسې حال کې خپرېږي چې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د روغتیا، اوبو او خوراک بنسټیز خدمات تر بل هر وخت کمزوري شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف ویلي چې اوسمهال د نړۍ نږدې نیمایي ماشومان د څو اقلیمي خطرونو له جدي ګواښ سره مخ دي، چې پهدې سره د هغوی روغتیا، زدهکړې او ژوندي پاتې کېدل له جدي خطر سره مخ شوي دي.
یونېسف وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۱ میلیونه ماشومان ژوند کوي چې له دې جملې څخه ۴۱ سلنه (څه باندې ۸.۸ میلیونه) یې د سېلابونو، وچکالۍ، د تودوخې د سختو څپو او د خاورو د طوفانونو له ګډوډوونکو اغېزو سره لاس او ګرېوان دي.
یاد بنسټ، افغانستان په سویلي اسیا کې د ماشومانو لپاره یو له تر ټولو زیانمنونکی هېواد یاد کړی اود دې اصلي لامل د اقلیمي ټکانونو پر وړاندې د ماشومانو لپاره د بنسټیزو خدماتو سخت کمښت او ضعیفوالی ښودل شوی دی.
د یونېسف په راپور کې راغلي چې د افغانستان له ۷۵ سلنې څخه زیات ماشومان له وچکالۍ او تر ۵۰ سلنې زیات یې د اوږدو او سختو ګرمیو له څپو سره مخ دي.
همدا راز له ۱.۷ میلیونو څخه زیات ماشومان د سیندونو د سېلابونو تر جدي ګواښ لاندې ژوند کوي.
یونیسف خبرداری ورکوي چې دا خطرونه یوازې طبیعي پېښې نهدي، بلکې په مستقیم ډول هغه خدمات فلجوي چې ماشومان ورته د ژوندي پاتې کېدو او ودې لپاره اړتیا لري.
راپور زیاتوي چې په هېواد کې د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ ژور بحران، د اقلیمي خطرونو اغېزې څو چنده زیاتې کړې دي.
اوسمهال په میلیونونو له پنځو کلونو کم عمره ماشومان بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري او د خوراکي توکو خوندیتوب په نشت حساب دی.