ناراضي طالب قوماندان په بدخشان کې خپل ځواکونه ډېر کړي

3 Min Read

په بدخشان کې د وسله‌والو طالبانو تاجک‌توکمه او ناراضي قوماندان جمعه‌خان فاتح د دې ولایت په درواز سیمه کې خپل پوځي تحرکات او د ځواکونو ځای پرځای کول ډېر کړي دي.

نوموړي په وروستیو ورځو کې خپل ځواکونه بیا تنظیم کړي او د نُسي ولسوالۍ له خلکو سره یې پراخې لیدنې ترسره کړې دي.

جمعه فاتح له خپلې دودیزې اډې ته تر ستنېدو وروسته خپل حضور ډېر کړی او هممهاله یې د خپلو تر امر لاندې ځواکونو پوځي چمتووالی پیاوړی کړی دی.

ویل کېږي چې دا اقدام د هر ډول احتمالي بدلون لپاره د هغه د چمتووالي ښکارندویي کوي.

جمعه فاتح وایي چې له هغه سره د خبرو او د ځینو وړاندیزونو هڅې شوې دي، خو نوموړي د طالبانو د واکمن جوړښت ته بېرته د ورګرځېدو هر ډول وړاندیز رد کړی دی.

فاتح د طالبانو وړاندیز په غبرګون کې ویلي: “زه په خپل کور کې یم، هېڅ دنده نه غواړم، همدلته پاتې کېږم. لومړۍ ډزه هم زه نه کوم.”

د سرچینو په وینا، سره له دې چې هغه د جګړې پیل نه غواړي، خپل ځواکونه یې د بشپړې تیارسۍ په حالت کې ساتلي او له پوځي او لوجیستیکي پلوه بشپړ چمتووالی لري.

جمعه فاتح باور لري، د بدخشان د غرنیو او سختو جغرافیایي شرایطو له امله، په کابل کې مېشت طالب ځواکونه به ونه‌شي کولای په اسانۍ سره د هغه پر مورچلو بریالي پوځي عملیات ترسره کړي.

جمعه خان فاتح، چې د افغانستان په شمال‌ختیځ، په ځانګړې توګه بدخشان کې د طالبانو له اغېزناکو قوماندانانو څخه شمېرل کېږي او د خپلو پلویانو ترمنځ د دروازو فاتح په نوم مشهور دی.

وروسته له هغې چې د سیمه‌ییزو سرچینو او د سرو زرو د کانونو د مدیریت پر سر یې د طالبانو له قندهاري مشرتابه سره اختلافونه زیات شول، فاتح د زابل ولایت د مرستیال والي له دندې لیرې کړای شو.

ویل کېږي چې د بدیلې دندې له سپارلو پرته د هغه ګوښه کول، د طالبانو د واکمن جوړښت څخه د غیرپښتنو قوماندانانو د تدریجي لرې کولو د بهیر یوه برخه ده.

اوس، چې جمعه فاتح بېرته بدخشان ته ستون شوی، د هغه د فعالیتونو زیاتوالی، د ځواکونو پوځي چمتووالی او د کابل د وړاندیزونو ردول، د دې ناراضي قوماندان او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د احتمالي مخامخ کېدو احتمال تر پخوا ډېر د پام وړ ګرځېدلی دی.

تراوسه د طالبانو چارواکو د دغو تحرکاتو په اړه کوم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply